د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مرستیالانو ګډون وکړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۲:۳۸
د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۵۰۰ تنه مجاهدینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مرستیالانو ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو د ښوونیز پوځي مرکز څخه ۵۰۰ تنه مجاهدین د درې میاشتني مسلکي پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته تېره ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د غه مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال الحاج ملامحمد فاضل «مظلوم», د وسله وال پوځ لوی درستتیز مرستيال حاجي مالي خان «صدیق»،د یادې قول اردو مرستيال قوماندان د پکتيا والي او ګڼ شمیر مسؤلینو او مشرانو ګډون کړی وو
مسؤلینو د جهاد په اهدافو، د شرعي او اسلامي نظام په ټینګښت او .

ساتنه هر اړخیزې ويناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې همدغه د ملي اسلامي اردو مسلکي زړورځواکونه به په هر ډول حالاتو کې د خپلو خلکو، هېواد او د دې شرعي او اسلامي نظام څخه په مېړانه ساتنه کوي او تل یې د هیواد له سرحداتو څخه په کلکه دفاع کړې ده.

همدا راز د فارغ شویو مجاهدینو له لوري د بیلابیلو وسلو په استعمال سره عملي نمایشات او نور پوځي حرکات ترسره شول او یاد مراسم مجاهدینو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته