د ځانګړو عملیاتونو د قول اردو له پرسونل سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه او اختر مبارکي

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، نن سهار د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ په مناسبت د ځانګړو عملیاتونو قول اردو ته ولاړ او ددغه قول اردو له افسرانو او سرتیرو سره یې له نږدې لیدنه او اختر مبارکي وکړه.
د ملي دفاع وزارت سرپرست، په دې لیدنه کې د یاد قول اردو د هر یوه سرتیري او افسر عالي مورال، د وطن دوستۍ عالي روحیه او سرښیندنې يې د ویاړ وړ وباله او د هېواد او خلکو د ساتنې په برخه کې د دوی له هڅو ستاینه وکړه.