د وسلوال پوځ لوی درستیز د کندهار له والي سره د تازه امنیتي پلانونو په موخه وکتل
د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا نن د کندهار له والي روح الله خانزاده سره وکتل, د تازه امنیتي پلانونو او د یاد ولایت په ولسوالیو کې د لا ښه امنیت په تړاو څرګندونې وکړي او ټینګار یې وکړ, چې د هرې ورځي په تېریدو سره به د قندهار د ولسوالیو په امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي, دفاعي او امنیتي ځواکونه د امنیت د ټېنګښت په خاطر شپه او ورځ کوښښ کوي.
د کندهار والي د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ او د ترهګرو پر وړاندې د خلکو د مال او ځان ساتنې په موخه د دفاعي او امنیتي ځواکونو له مبارزې ستاینه وکړه.