د هېواد د خپلواکۍ د بيرته اخستلو د ورځې په مناسبت د ګډو جګړه اييزو تعليماتو په قوماندانۍ کې پوځي تطبيقات تر سره شول

s.mohmand
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۳:۵۵
د هېواد د خپواکۍ د بيرته اخستلو د ورځې په مناسبت د ګډو جګړه اييزو تعليماتو په قوماندانۍ کې پوځي تطبيقات تر سره شول

کابل د ګډو جګړه ايزو تعليماتو په قوماندانۍ کې، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د مسلحو ځواکونو لوي درستيز محمد ياسين ضيا، د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي، د کابينې او پارلمان غړو، په کابل کې د بهرنيو هېوادونو پوځي اتشو او د مدني ټولنو غړو په حضور کې پوځي لوي تطبيقات ترسره شول.

د افغانستان اسلامي دولت ولسمشر محمد اشرف غني په يو ويډيويي پيغام کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو ستايينه وکړه او وويل يي:" تاسو د تروريزم پر وړاندې په مقدمه کرښه جنګيږۍ او د دې سرښندنو پايله ده، چې تاسو د بهرنيو متجاوزينو په وړاندې دوې ته غاښ ماتوونکى ځواب ور کړى دى."

په دې تطبيقاتو کې ځمکنيو، کمانډو، د پوليسو او ملي امنيت ځانګړو ځواکونو او هوايي قواوو د مډرنو درنو او سپکو وسلو وړتيا وښوده.

د ملي امنيت سلاکار ، د ملي دفاع سرپرست وزير، د وسلوالو ځواکونو لوي درستيز او د کورنيو چارو سرپرست وزير په دې پوځي تطبيقاتو کې د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو له کړنو ستايينه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته