د هيواد وسله وال پوځ لوی درستیز په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو او اوومې سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۲۲:۳۴
د هيواد وسله وال پوځ لوی درستیز په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ عمري قول اردو او اوومې سرحدي لوا څخه لیدنه وکړه

د وسله وال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" د هیواد په شمال او شمال ختیځ کې د ملي اسلامي اردو د ځواکونو له قطعاتو څخه د کتنې په دوام؛ کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۱۷ عمري قول اردو مرکزي قوماندانۍ ،اوومې سرحدي لواء او د دغه ولایت شیرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان پولې څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې لوی درستیز د ملي اسلامي اردو د منسوبينو کارونه او فعاليتونه و ارزول او د هغوى وړانديزونه او ستونزې يې هم واورېدلې او دوی سره یې د حل کولو ژمنه وکړه.

له بلې خوا د وسله وال پوځ لوی درستیز د ملي اسلامي اردو د قطعاتو او جزوتامونو د بشپړ ملاتړ او حمایې ډاډ ورکړ او د حل په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز ستردرستیز له مجاهدینو وغوښتل چې د خپلو هیوادوالو د هوساینې او سکون لپاره لا زیات زیار او کوښښ وکړي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۸:۳۹
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په کونړ کې د دوهمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملامحمد فاضل "مظلوم" د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا د کونړ ولایت امنیتي وضیعت ارزونې په موخه د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو اړوند د عبدالله بن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
Background image

د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته