د ملي دفاع وزیر د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له عمومي رییس سره ولیدل
د ملي دفاع وزیر ستر جنرال اسدالله «خالد» د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له عمومي رییس شمیم خان «کټوازي» سره نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزیر د ولایاتو او ولسوالیو په کچه د محلي اداراتو او سیمه ایزو قول اردوګانو تر منځ له ښې همغږۍ څخه خوښي څرګنده کړه او دواړو خواوو د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د خلکو له هر اړخېزو همکاریو څخه چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ددغو ځواکونو د قوي مورال او انګېزې لامل ګرځېدلی قدرداني وکړه.