د ملي دفاع وزارت قرارګاه کې د امریکايي اشغال څخه خپلواکي او مجاهدینو راتګ پلازمینې کابل ته دوهمه کلیزه ولمانځل شوه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۴ - ۱۴:۳۰
د ملي دفاع وزارت قرارګاه کې د امریکايي اشغال څخه خپلواکي او مجاهدینو راتګ پلازمینې کابل ته دوهمه کلیزه ولمانځل شوه

د اسد ۲۴مه د امریکايي اشغال څخه د خپلواکي او د مجاهدینو راتګ د هيواد پلازمینې کابل ته دوهمه کلیزه د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب “مجاهد، د ستراتیژي او پالیسۍ معین مولوي محمد قاسم “فريد”، ګڼو مسؤلینو او مشرانو په شتون کې د یاد وزارت په قرارګاه کې ولمانځل شوه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب”مجاهد” په خپلو خبرو کې د مبارکۍ ترڅنګ وويل: “دغه آزادي د ملت او هغو مخلصو مجاهدینو په قربانۍ باندې په لاس راغلې چي خپل ځانونه یې د اسلام او هيواد لپاره قرباني کړل، او د نړۍ هغه قدرتونه چي دلته د خپلو مشخصو اهدافو لپاره راغلي وو له ماتې سره مخ کړل؛ اوس چې کوم اسلامي نظام حاکم دی دا د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ده دې نظام شکرانه باید موږ او تاسو اداء کړو”.

او همدا راز ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه:”موږ د انتقام سوچ له فکر څخه ایستلی، اوس د آبادی او جوړولو وخت دی او خپل هیواد به د سیالانو سره سیال کوؤ چې دا هرڅه په شوق او مینې سره کیږي؛ ګورئ افغانانو! ستونزې به وي خو د دې لپاره صبر او زغم ته اړتیا ده ټولې ستونزې به حل شي ان شاءالله؛ لکه څنګه چې مخکې مو د اسلامي نظام او ملي ارزښتونو د استحکام لپاره جهاد کولو اوس یې د دفاع او ساتنې لپاره خدمت کوو”.

د یادونې وړ ده چې دغه د ازادۍ ورځ د ملي دفاع وزارت په ټولو مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو کې ولمانځل شوه.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۲۰:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر عبیدالرحمن "نظاماني" سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت  وروستۍ ترافیکي پېښې له سيمې څخه چي د بهارک - فیض آباد پر لاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۹:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د روسیې هېواد لوړپوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي،. . .

بېرته خبرونه ته