د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ایرو ګډو زده کړو قوماندانۍ په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۷:۲۳
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ایرو ګډو زده کړو قوماندانۍ په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۲۲۵ تنه ځوان منسوبین د عسکرانو ښوونځۍ د اتمې دورې له پوځي بنسټیزو درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف "منصور" د تعلیماتو او پرسونل معین حافظ عبدالمجید، سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي" او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو، مشرانو ګډون وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ستاسو بې نظمي د نظام بې نظمي ده کوشش وکړئ چې تل منظم اوسئ،
تاسو باید د بدني روزنې ترڅنګ فکري روزنه زده کړئ، تاسو مکلف یاست چې کومې زده کړې مو کړي دي روزانه یې تکرار کړئ.

او همدا راز مسؤلینو زیاته کړه زموږ او ستاسو نیت به د اعلاء کلیمة الله لپاره وي، د هیواد په دفاع او ساتنه کې د هر ډول کوشش دریغ ونکړئ تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتۍ، د بیت المال په ساتنه کې کوشش وکړئ تر څو ضایع نشي، د ملت سره ښه سلوک وکړئ او اعتماد یې ترلاسه کړئ.

په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته یې چمتوالی وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته