د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد لغمان ولايت ته سفر وکړ

د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد، د کورنيو چارو وزارت سرپرست ډګرجنرال مسعود اندرابي او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان جنرال ميلر د امنيتي وضعيت ارزولو په موخه لغمان ولايت ته ولاړل.
ستر جنرال اسدالله خالد د لغمان والي سره د امنيتي وضعيت په اړه ليده کاته او خبرې اترې وکړې او همداراز يې ټينګار وکړ چې د امنيت ټېنګېدو لپاره به تر پخوا ډېرې هڅې وکړي.