د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي همکارۍ یو مثبت ګام ياد کړاو زیاته یې کړه: افغانستان او چین د دواړو ګاونډیو هيوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت په برخه کې څرګند مشترکات لري، د چین لخوا په افغانستان کې سرمايه ګذارۍ او اقتصادي پروژو ملاتړ کوم او د امنیت د ټینګښت په برخه يې يو ځل بيا ډاډ ورکړ. دغه راز د چین سفیر په افغانستان کې سرتاسري امنیت داقتصادي او سوداګریزو پروژو له لپاره یو مهم فرصت ياد کړ او زیاته یې کړه: چین له سیاستونو سره د نه مداخلې، خپلو تاريخي همکاریو ته دوام ورکوي او په تجارتي، اقتصادي مسایلو او نورو ورته برخو کې همکاري کوي. دواړو لورو د سرحدي ستونزو او واخان پروژې په اړه د نظر تبادله وکړه.

 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته