د ملي دفاع وزارت سرپرست د پکتیا په ځاځي اریوب کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۹:۴۳
د ملي دفاع وزارت سرپرست د پکتیا په ځاځي اریوب کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو درستیزوال او د دغې قول اردو د دویمې سرحدي لوا قوماندان یې ملتیا کوله تیره ورځ د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له سرحدي پوستو څخه لیدنه وکړه. 

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د مجاهدینو جګړه ییز احضارات له نږدې ولیدل، د هغوى ستونزې يې واورېدې، د يادو ځواکونو د کار او فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ يې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او پرسونل یې په نغدې ډالیو وهڅول.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۸:۳۱
Background image

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز په تخار ولایت کې د جزوتامونو تر کتنې وروسته بدخشان ته ولاړ او د ۲۱۹ عمرثالث فرقې څخه یې لیدنه وکړه 

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" شمال او شمال شرق زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار ولایت دوهم ، دریم، پینځم،شپږم سرحدي کنډکونو څخه چې په ینګي قلعه، چاه اب،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۵۴
Background image

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له ښوونیز مرکز او قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه 

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت اړوند  ۲۱۹ عمر ثالث له فرقې څخه کتنه وکړه او د یادې فرقې له مسوولینو سره د سرحدي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۲۳:۵
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ عالمانو له لوړ پوړي پلاوي سره په ليدنه کې «د فلسطين مسئله نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی»

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" تېره ورځ ماښام د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره چې کابل ته راغلی وو وکتل. لومړی، د ملي دفاع سرپرست وزیر ياد پلاوي ته د ښه. . .

بېرته خبرونه ته