د ملي دفاع وزارت سرپرست د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس سره وکتل

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۲۰:۲
د ملي دفاع وزارت سرپرست د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس ښاغلي عبدالسلام "عزیزوف" او ورسره مل پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي يادونه وکړه او زیاته یې کړه: موږ په تیر یو کال کې په سرحد کې ډیر کار کړی او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې د هیواد د سرحداتو کارونه نور هم محکم کړو.

همدا رنګه ملي دفاع وزارت سرپرست ازبکستاني لوري ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د انکشافي پروژو د تطبيق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

همدا راز ازبکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۵:۵۴
Background image

د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د امنیت د ټینګښت په موخه د درې ګونو امنیتي او دفاعي ځواکونو ستایلو په مناسب غونډه تر سره شوه

نن ورځ د کورنیو چارو وزارت په تالار کې د کوچني او لوی اخترونو او د محرم الحرام په ورځو کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د معنوي او مادي ستایلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۲۲:۵
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د جاپان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن ورځ په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورومایا سره پخپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۹:۱۷
Background image

اندونیزیايي پلاوي د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په لیدنه کې: "هغه څه چې موږ په رسنیو کې اوریدلي، تبليغات وو"

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې اندونیزیا د جمهوري رياست له پخواني مرستيال ښاغلي محمد يوسف کالا، د اوسنۍ سرې میاشتې او جوماتونو شورا له رئیس او مل. . .

بېرته خبرونه ته