د ملي دفاع وزارت د لوژستيک او ټکنالوژۍ تاميناتو معاونيت د سرچينو د تنظيم ادارې سرپرست رييس وټاکل شو

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه، مولوي فضل الرحمان "فضلي" د ملي دفاع وزارت د لوژستيک او ټکنالوژۍ تاميناتو معاونيت د سرچينو د تنظيم ادارې سرپرست رييس په توګه د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت د دفتر سرپرست رییس مولوي صلاح الدین «خویدم» له لوري د دې ریاست کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت د دفتر رییس د ملي دفاع وزارت د لوژستيک او ټکنالوژۍ تاميناتو معاونيت د سرچينو د تنظيم ادارې سرپرست رييس یو وړ او خدمتګار شخص یاد کړ، نوموړي وویل: خلکو ته د ښو چوپړونو سرته رسولو په موخه اړېنه ده، چې مسؤلیتونه وویشل شي.
همدا راز د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت د لوژستيک او ټکنالوژۍ تاميناتو معاونيت د سرچينو د تنظيم ادارې سرپرست رييس مولوي فضل الرحمان «فضلي» ژمنه وکړه، چې د افغانیت او اسلامیت تر چتر لاندې به په هر ډول شرایطو کې د هېواد دینداره او مجاهدو خلکو خدمت کولو ته چمتو یم.