د ملي دفاع سرپرست وزیر چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن د خپل کار په دفتر کې چین د بهرنیو چارو وزارت له استازي يوشيايونګ سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست د وروستیو زلزلو له قربانیانو سره د چين هېواد له مرستو څخه مننه وکړه، ورپسې دواړو لوريو د اقتصادي مسايلو او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر لا زياتو لارو چارو خبرې وکړې.
په پای کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو او همکاريو ډاډ ورکړ.