د ملي دفاع سرپرست وزیر د متحده ایالاتو د دفاع وزیر سره تلیفوني خبرې وکړې

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۲۲:۴۶
د ملي دفاع سرپرست وزیر د متحده ایالاتو د دفاع وزیر سره تلیفوني خبرې وکړې

د ملي دفاع سرپرست وزیر سترجنرال بسم الله "محمدي" نن ماښام د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید "استین" سره د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو د پوځي او ستراتیژیکو همکاریو په تړاو موثرې او هر اړخیزې ټلیفوني خبرې وکړې.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترهګرو ځپلو فعاله او مهم رول وستایه او وه یې ویل: موږ د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د اوږد مهاله تمویل, تجهیز او د مسلکي زده کړو په برخه کې د همکاريو او افغانستان د حکومت او خلکو سره دوامداره مشارکت ته ژمن یو.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام د طالبانو له لورې د تاو تریخوالي د زیاتیدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او دا یې هر اړخیزه تفاهم ته د رسیدو له پاره خنډ وباله او په افغانستان کې د سولې مذاکراتو د رامنځته شوي فرصت نه په ګټه اخیستنې او تلپاتې سولې ټينګار وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د د افغانستان د خلکو او حکومت سره د امریکا متحده ایالاتو د دوامداره همکاریو څخه چې هغه د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو ملاتړ او په ځانګړې توګه د افغان هوایي قواوو سره د زیاتو چورلکو مرستو په برخه کې د دوي د ملاتړ نه مننه او قدرداني وکړه همداراز دواړو لورو د نړیوال تروریزم پروړاندې د مبارزې په برخه کې ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته