د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د امریکا متحده آیالاتو دفاع سرپرست وزیر سره ولیدل

zia_omid
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۱۰:۴۶
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د امریکا متحده آیالاتو دفاع سرپرست وزیر سره ولیدل

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو  کې وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان په روانو امنیتي او دفاعي حالتو هر اړخیزې خبرې وکړ ې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د ملي پوځ وروستۍ لاسته راوړنو ته په کتو سره  دامریکا متحده ایالاتو له هر اړخیزو مرستو څخه مننه وکړه او د ملي پوځ د پیاوړتیا، مسلکي ښوونې او روزنې په برخه کې د نورو مرستو غوښتونکی شو.

ښاغلي پاتریک شاناهان  له  ملي پوځ سره د مرستو ژمنه  تکرار کړه او ډاډ یې ورکړ، چې هیواد یې د ښوونې او روزنې، د پوځ د سمبالتیا او  له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یواځې نه پریږدي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته