د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد د آسټراليا د فاع وزير سره وکتل

zia_omid
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۸:۳۴
دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی افغانستان با وزیر دفاع استرالیا

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د آسټراليا هيواد له دفاع وزيرې ميرمن لیندا رینولدز سره نن له غرمې ورورسته وليدل او د افغانستان پر امنيتي وضعيت، د سولې پر پروسې، د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا، د ټروريزم پر ضد مبارزې او د افغان دفاعی او امنيتي ځواکونو سره د مرستې په اړه خبرې اترې وکړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د آسټراليا هيواد له مرستو په خاص ډول د ملي اردو له هوائي څانګې سره د دوی له مرستو مننه وکړه او په راتلونکي کې يې دلا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.

په پای کې د آسټراليا دفاع وزيرې د مرستو د غځيدو له لړۍ د ملي دفاع وزارت سرپرست ته اطمينان ورکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته