د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنه مفتيشينو اصلاحي سېمینار د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په شتون کې پای ته ورسید

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۲۲:۳۵
د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنه مفتيشينو اصلاحي سېمینار د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر په شتون کې پای ته ورسید

د ملي دفاع وزارت د تفتيش رياست له لوري اصلاحي درې ورځني سيمينار څخه د ملي اسلامي اردو د ۱۰۰ تنو مفتشینو د فراغت مراسم نن د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب "مجاهد" په شتون کې ولمانځل شو.

د ملي دفاع سرپرست وزیر چې په دې مراسمو کې یې وینا کوله، د ملي اردو په قطعاتو او قطعاتو کې د مفتشینو د کړنو  له فعالیتونو څخه د قدردانۍ ترڅنګ مفتشین يې د يوې ټولنې د اردو سترګې او غوږونه وبلل، د سیمینار‌ له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې په ورسپارل شویو دندو کې ځانګړې پاملرنه وکړي او د ولس او نظام په خدمت کې له هېڅ ډول کوښښ څخه ډډه ونه کړي.

غونډه فارغانو ته د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۲۳:۵۱
Background image

د ۲۰۵ البدر قول اردو لپاره نوی قومندان معرفي شو

د ا.ا.ا زعیم حفظه الله د  حکم پر اساس د ۲۰۵ البدر قول لپاره ملا احمدشاه  "دیندوست" د نوي قومندان په حیث ټاکل شوی وو، نن ملي دفاع وزارت مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د ستر. . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۳:۲۹
Background image

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو له فرقې څخه د ملي اسلامي اردو منسوبین له څلورمې دورې څخه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت ٩٤٧ تنه ځانګړي کمانډو ځواکونه د سختو تمریناتو او تعليماتو وروسته د خاصو مراسمو په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو فرقې د تعليمي مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ شول.

په دغه مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۲۲:۳۸
Background image

د ٢١٧ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٥٥٠ تنه د ملي اسلامي اردو منسوبین د وسلوال پوځ لوی درستیز په حضور کې فارغ شول

د ٢١٧ عمري قول اردو له قطعاتو او جزوتامونو له پنځمې دورې څخه ٥٥٠ تنه منسوبین له دریو میاشتو نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د وسلوال پوځ ستردرستیز قاري محمد فصیح الدین"فطرت" د ٢١٧. . .

بېرته خبرونه ته