د مسلحو قواوو لوی درستیز د قول اردوگانو او قطعاتو له ویاندویانو سره ولیدل

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۱۹:۲۲
د مسلحو قواوو لوی درستیز د قول اردوگانو او قطعاتو له ویاندویانو سره ولیدل

نن د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" د ملي دفاع وزارت د ساحوي قول اردوګانو او قطعاتو له ویاندویانو سره د جګریزو ګډو زدکړو قوماندانۍ د عامه خدماتو په مکتب کې ولیدل.

همدا راز د مسلحو قواوو لوی درستیز قاري فصیح الدین "فطرت" د یاد مکتب له کتابخانې څخه هم کتنه وکړه او ویاندویانو ته یې په خبرو کې وویل چې خپل کارونه په پوره اخلاص او صداقت سره اجراء کړئ او هیڅکله د چا د تبلیغاتو تر اثر لاندې را نشئ.

په پای کې لوی درستیز د نوموړو ویاندویانو ستونزې او مشکلات واورېدل او هغوی ته یې د حل کولو ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۸:۳۱
Background image

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز په تخار ولایت کې د جزوتامونو تر کتنې وروسته بدخشان ته ولاړ او د ۲۱۹ عمرثالث فرقې څخه یې لیدنه وکړه 

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" شمال او شمال شرق زون ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار ولایت دوهم ، دریم، پینځم،شپږم سرحدي کنډکونو څخه چې په ینګي قلعه، چاه اب،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۹:۵۴
Background image

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۱۹ عمرثالث فرقې له ښوونیز مرکز او قوماندانۍ څخه لیدنه وکړه 

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" شمال زون ته د خپل سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت اړوند  ۲۱۹ عمر ثالث له فرقې څخه کتنه وکړه او د یادې فرقې له مسوولینو سره د سرحدي. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۲۳:۵
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر د اسلامي نړۍ عالمانو له لوړ پوړي پلاوي سره په ليدنه کې «د فلسطين مسئله نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی»

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" تېره ورځ ماښام د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره چې کابل ته راغلی وو وکتل. لومړی، د ملي دفاع سرپرست وزیر ياد پلاوي ته د ښه. . .

بېرته خبرونه ته