د متحده عربي اماراتو د دفاع له وزیر سره د هېواد د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه!

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۱:۴۸
دیدار سرپرست وزارت دفاع ملی با وزیر دفاع امارات متحده عرب

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد متحده عربي اماراتو ته د سفر په ترڅ کې په دبی کې د اماراتو د دفاع له وزیر محمد البواردي سره وکتل.

په دې لیدنه کې، اسدالله خالد له خپل اماراتي سیال سره د امنیتي او له تروریزم سره د مبارزې پر مساییلو بحث او خبرې اترې وکړې.

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزیر وویل چې هېواد یې چمتو دى څو مرستې او همکارۍ یې له افغانستان سره دوام ولري.

د ملي دفاع وزارت سرپرست، له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو له مرستو او همکاریو په مننې سره، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراخوالی یې مهم او با ارزښته وباله.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۴:۲
Background image

اسدااله”خالد“ د کرواشیا د صدراعظم مرستیال سره وکتل

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله ”خالد“ نن په خپل کاري دفتر کې د کرواشیا دوست هیواد...

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۲ - ۱۶:۴۲
Background image

د آلمان د دفاع له وزیرې "آنه ګرت کرامپ کارن باوئر" سره د ملي دفاع وزارت د سرپرست لیدنه !

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد نن د خپل کار په دفتر کې د آلمان د دفاع له وزیرې "آنه ګرت...

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۳:۹
Background image

د شهید برید جنرال ظاهر ګل مقبل د جنازې مراسم په خاصو تدابیرو سره ترسره شو

د شهید برید جنرال ظاهر ګل مقبل د جنازې مراسم، نن سهار په کابل کې د سردار محمد داوود...

بېرته خبرونه ته