د شهید تورنجنرال مزمل ساپي د کورنۍ له غړو سره د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست لیدنه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۲۱:۵۵
د شهید تورنجنرال مزمل ساپي د کورنۍ له غړو سره د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست لیدنه

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین "ضیا"، د ۲۰۵ اتل قول اردو د لومړۍ لوا پخواني قوماندان شهید تورنجنرال مزمل "ساپي" د کورنۍ له غړو سره نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کی ولیدل.

په دې لیدنه کې د شهید تورنجنرال مزمل "ساپي" د کورني غړو د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ له هراړخیزو مرستو په ځانګړي توګه د ملي اردو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدنې او ځانګړې پاملرنې او لاسنیوي په برخه کی مننه او قدرداني وکړه.

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال محمد یاسین "ضیا"، شهید تورنجنرال مزمل "ساپی" په وطن مین او د میړانې ریښتینی شهید یاد کړ او وې ویل: د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مشرتابه ستاسو په دې غم کی ځان شریک ګني او تل هڅه کوو ترڅو د دفاعی او امنیتی ځواکونو د شهیدانو حقوق او امتیازات له ځنډ پرته د دوی محترمو کورنیو ته په خپل ټاکل شوي وخت ورسیږي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته