د رسنیو له ارشدو مسوولانو سره د ملي دفاع وزارت د مشرتابه لیدنه او خبرې اترې

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۹:۴۷
 د رسنیو له ارشدو مسوولانو سره د ملي دفاع وزارت د مشرتابه لیدنه او خبرې اترې

د ملي دفاع وزارت وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل"، د پرسونل او ښوونې په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره "یوسف زاده"، د ټکنالوژۍ او لوژستیک د تامیناتو په برخه کې د ملي دفاع وزارت د مرستیال عبدالله "رقیبي"، د ملي دفاع وزارت ویندویانو او رییسانو، د حکومت د رسنیو د مرکز رییس او د کورنیو او بهرنیو رسنیو د ارشدو مسوولانو په ګډون ددغه وزارت په مقر کې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال وویل: مونږ د بیان آزادۍ او معلوماتو ته د خلکو او ادارو لاسرسي ته ژمن یو او دا د خلکو مسلم حق ګڼو.

د ملي دفاع وزارت، رسنیو ته د معلوماتو د وړاندې کېدو په برخه کې ژمن دی او دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو ددغه څير ارزښتونو د ساتنې لپاره په تېرو دوه لسیزو کې زیاتې سر ښيندنې کړې دي او رسنۍ هم ددغې موضوع په درک سره تل د ملي دفاع وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو د انعکاس په برخه کې فعاله ونډه ترسره کړې ده.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال زیاته کړه چې معلوماتو ته د خلکو او رسنیو لاسرسی کولای شي ادارې د خپلو دندو او مسوولیتونو په برخه کې ځواب ویونکي کړي.

همداراز د ملي دفاع وزارت مشرتابه د امنیتي مسایلو او د ملي اردو د لاسته راوړنو په تړاو ددغو رسنیو د مسوولانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته