د دفاعي او امنیتي سکټور په برخو کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوستل مو لومړيتوب دی

s.mohmand
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۵:۳۲
د دفاعي او امنیتي سکټور په برخو کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوستل مو لومړيتوب دی

 

د دفاعي او امنیتي سکټور په برخه کې د بنسټيزو اصلاحاتو د راوستو په موخه نن د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود"میاخیل" او د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین"ضیا" په مشرۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ملي دفاع وزارت جنرالانو، افسرانو او رییسانو ګډون کړی وو. دغه ناسته کې د دفاعي او امنیتي سکټور په برخه کې د بنسټيزو اصلاحاتو د راوستو په موخه جوړه شوه.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود"میاخیل" د دفاعي او امنیتي سکټور په برخه کې د اصلاحاتو راوستل، د دفاعي او امنیتي ځواکونو کړنې، له شته سرچینو څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه، د جګړې په ډګر کې د افسرانو او سرتیرو ملاتړ، پوځي چارو کې په ښه توګه ښوونه او روزنه او امنیتي بنسټونو ترمنځ د ښې همغږې رامنځته کول مثبت وارزول.

د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین"ضیا" په دې ناسته کې وویل: دفاعي او امنیتي سکټور په برخه کې د بنسټيزو اصلاحاتو راوستل او پاملرنه، د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه دي، د اصلاحي برنامو د پلې کېدو په برخه کې له ټولو ظرفیتونو او امکاناتو څخه ښه ګټه اخیستل شوې او په دې برخه کې به نور هم په ښه توګه کار ترسره شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته