د توپچي ریاست د۱۱۴ تنه منسوبینو په فراغت کې د مسلح قواوو مرستیال ګډون وکړ

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۸:۲۳
د توپچي ریاست د۱۱۴ تنه منسوبینو په فراغت کې د مسلح قواوو مرستیال ګډون وکړ

د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ په حربي مکتب کې پنځه ورځنی سیمینار د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو د ستردرستیز توپچي ریاست منسوبینو ته د ارتقاء او ظرفیت لوړولو په موخه پیل شوی وو پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې ۱۱۴ تنه مجاهدین د قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو آمرینو او معاوینینو شامل وو له پنځه ورځنی سیمینار څخه وروسته نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د مسلحو قواوو مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمیر رئیسانو، مسؤلینو او مجاهدینو ګډون کړی وو، مسؤلینو په خپلو ویناوو کې یاد فارغان په اطاعت تاکید او خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل او زیاته یې کړه چې د توپچي برخه د اردو په چوکاټ کې ډیر مهم رول لري.

همدا راز یادو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ور کړ چې په هر ډول شرایطو کې به له اسلامي نظام او د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي، په پای کې یادو فارغانو ته تصدیق نامې هم ورکړل شوې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته