د برید جنرال محمد قاسم د مړینې په تړاو د ملي دفاع وزارت د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

د ملي دفاع وزارت متقاعد برید جنرال محمد قاسم د ورپيښي شوې ناروغۍ له امله د دې فانې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
برید جنرال محمد قاسم د محمد سالم ځوی په ۱۳۲۷ هجري لمریز کال لغمان ولایت کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې.
جنرال محمد قاسم د لوړو زده کړو ورورسته د حربي پوهنتون په مستعجل کورس کې شامل, په ۱۳۴۳ کال کې د دوهم بریدمن په رتبه فارغ او د ملي اردو لیکو ته د چوپړ له پاره ولاړ, نوموړی په ۱۳۴۴ کال کې د مرکزي قوې قوماندانۍ بست کې وګمارل شو او په ۱۳۸۲ کال کې په ایټالیا هېواد کې د پوځي اتشې په توګه وګمارل شو.
برید جنرال محمد قاسم د خپلو دندو په بهیر کې د هیڅ ډول کوښښ او هڅې څخه ډډه نه ده کړې؛ د جمهوري ریاست لوړ مقام د حکم پر بنسټ او د ملي دفاع وزارت د امریې مطابق په ۱۳۹۱ کال کې د لوړ عمر له امله تقاعد شو.
د ملي دفاع وزارت مشرتابه مرحوم ته د لوی څښتن تعالی له در باره د فردوس جنت, کورنۍ او خپلوانو ته یې د زړه صبر هیله کوي.
انا لله و انا الیه راجعون