د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون د حکومت د رسنیو په مرکز کې خپل خبري کنفرانس وړاندې کړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۳:۴۷
د امنیتي او تصفیوي چارو کمیسیون د حکومت د رسنیو په مرکز کې خپل خبري کنفرانس وړاندې کړ

د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون رئیس او غړو یې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امنیتي وضعت په هکله خپل خبري کنفرانس وړاندې کړ.

په دغه کنفرانس کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او د امنیتی او تصفیوي چارو کمیسیون رئیس مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، د چارو ادارې استازي مولوي سیف الدین "تائب"، د سترې محکمې استازي مفتي محمد ابراهیم جان "ابوالحافظ"، د عمومي استخباراتو استازي الحاج ملا رحمت الله "نجیب"، د احکامو او فرامینو د نظارت رئیس مولوي شمس الدین "پهلوان" ګډون کړی وو.

په دغه خبري کنفرانس کې د هیواد د امنیتي وضعیت په هکله رسنیو او ولس ته هر اړخیز معلومات وړاندې شول او په پای کې د رسنیو د استازو اړوند پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۲۰:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر عبیدالرحمن "نظاماني" سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت  وروستۍ ترافیکي پېښې له سيمې څخه چي د بهارک - فیض آباد پر لاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۹:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د روسیې هېواد لوړپوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي،. . .

بېرته خبرونه ته