د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت او د ايران اسلامي جمهوريت د پلاوو ترمنځ د دواړو هېوادونو د سرحدي مسايلو د حل په موخه د رسمي خبرو پيل

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۱/۲/۲۳ - ۱۶:۴۵
 د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت او د ايران اسلامي جمهوريت د پلاوو ترمنځ د دواړو هېوادونو د سرحدي مسايلو د حل په موخه د رسمي خبرو پيل

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت او د ايران اسلامي جمهوريت د پلاوو ترمنځ د مخکينۍ توافقنامې مطابق، د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د هرات ولايت دوغارون او په يو شمير نورو سرحدي کرښو کې د جګړو، ترينګلتياوو او ستونزو د هواري په موخه، تېره ورځ د واړو پلاوو ترمنځ د ايران هېواد په «تايباد» کې وليدل او په لاندې مسايلو يې خبرې پيل کړې.

-په دې ليدنه کې دواړو پلاوو د اختلافي مسايلو د اصل او ترينګلتياوو د بياځلې تکرار په مخنيوي خبرې او په لاندې مواردو هوکړه وکړه.

د دواړو لوريو په سرحدي کنډکونو کې د معينانو په توګه د کسانو پيژندنه؛ -

د دواړو سرحدي کنډکونو ترمنځ د اړيکو او همغږۍ شتون؛ -

په راتلونکي کې د ترينګلتياوو مخنیوی او د مذاکراتو له لارې د ستونزو حل؛-

تر ۳ نورو جلسو پورې د ناستو پر دوام ټينګار؛ د دې ناستې په دوام،د دواړو هېوادونو د امنيت د ټينګښت له پاره دوه اړخيزه همکاري؛ د سرحدونو لا خونديتوب، د انساني قاچاق او نشه یي توکو مخنيوی او په بلا عوضه همکاريو بحثونه او خبرې وشوې.

د افغانستان اسلامي امارت د دغه خبرو مشرتوب د وسلوال پوځ لوی درستیز د ارکان رييس ښاغلي شبير احمد «عثماني» او د ايران اسلامي جمهوريت له لوري د ياد هېواد د وسلوال پوځ د لوی درستیز مرستیال ښاغلي قاسم «رضايي» په غاړه درلود.

وروستي خبرونه

جمعه ۱۴۰۱/۲/۲۳ - ۱۶:۴۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۲۲:۵۵
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د ۶۳۳ تنه سرتيرو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د وسلوال پوځ لوی درستیز مولوي فصيح الدين «فطرت» د ملي دفاع وزارت د ۶۳۳ تنه سرتیرو په فراغت غونډه کې ګډون درلود، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له ښوونيز مرکز څخه د ۲ مياشتو پوځي، مسلکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۱۹:۱۲
Background image

ملي دفاع وزارت پلاوي د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت له مرستیال سره په کابل کې ولیدل

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ارکان رييس مولوي شبير احمد په مشرۍ، نن د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت پلاوي...

بېرته خبرونه ته