دفاعي او امنیتي ځواکونه د سولې اصولو او پروسې ته ژمن دي

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۷ - ۱۵:۴۳
دفاعي او امنیتي ځواکونه د سولې اصولو او پروسې ته ژمن دي

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل" پرون ماښام «په افغانستان کې د پوځي اتشو انجمن» سره په ناسته کې، چې په کابل کې د هند په سفارت کې د یوشمیر هېوادونو د پوځي اتشو په ګډون جوړه شوې وه وکتل او په خپلو خبرو کې د "سولې او جګړې" په اړخونو تفصیلي بحث وکړ. 
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال وویل: د افغانستان د اکثریت ولس اصلي غوښتنه دایمې اوربند دی؛ طالبان باید د ولس دغه غوښتنه ومني او له تاو تریخوالي لاس واخلي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د سولې او امنیت د لا ټېنګښت په موخه د ژمنتیا ډاډ ورکړ.
هغه وويل: اوس مهال د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خلکو د مال او ځان ساتنې له پاره په هر حالت کې پوره چمتووالی لري.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته