دا. ا. ا زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤولینو سره وکتل

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۳/۶/۱۶ - ۲۱:۳۷
دا. ا. ا زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤولینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت زعيم عاليقدر امير المؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله "آخندزاده "حفظه الله تعالى د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤلينو، مجاهدينو علماء كرامو مخورو اومعيوبينو سره لیدنه وکړه.

په دې لېدنه کې امیر المؤمنين حفظه الله مجاهدينو ته په يوالي، اخلاص، تقوا او په اطاعت ټینگار وکړ، او ويې ويل له اختلافاتو پرهیز وکړئ ځکه اختلافات د ناکامۍ او ماتې سبب کېږي، په يوالي او ورورولۍ منگولی ولگوئ؛ ځکه چې یوالی او بریالیتوب به ستاسو د پرمختگ سبب شي، عقيده په الله جل جلاله وساتئ نه په مادیاتو او له هغوی یې وغوښتل چې د کلکې عقيدې مورال او انگېزې لرونکي وي. همدا راز امير المؤمنين شيخ صاحب مسؤولينو او مجاهدينو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړينې سپارښتنې او لارښونې وکړې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۲۰:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر عبیدالرحمن "نظاماني" سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۲:۲۹
Background image

د بدخشان د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د وسلوال پوځ لوی درستیز خپله خواخوږي څرګنده کړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولايت  وروستۍ ترافیکي پېښې له سيمې څخه چي د بهارک - فیض آباد پر لاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۹:۴
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د روسیې هېواد لوړپوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

دغه پلاوي چې مشري یې د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي،. . .

بېرته خبرونه ته