بلخ ولایت ته د وسله وال پوځ لوی درستیز سفر

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین «فطرت» بلخ ولایت ته په یوه رسمي سفر ولاړ او هلته یې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له مشرتابه سره وکتل.
د وسله وال پوځ لوی درستیز د دغه سفر په ترڅ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قومندان امیرخان "حقاني" او د قول اردو له درستیزوال عبدالوکیل "منیب" سره د هېواد د شمالي ولایتونو د امنیت، دفاع او د سرحدونو د ساتنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.