بلخ ولایت ته د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو سفر 

zia_omid
جمعه ۱۳۹۷/۱۲/۲۴ - ۱۷:۴۹
بلخ ولایت ته د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو سفر 

ب

بلخ ولایت ته د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو سفر 

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د رامنځته شوې ستونزې د هواري په هدف بلخ ولایت ته تللي و او هلته یې د ستونزې د حل په موخه د بلخ له والي اسحاق رهګذر او استاد عطا محمد نور سره کتلي دي.

د ملي دفاع او کورنیو چاروسرپرست وزیرانو د بلخ د والي په ګډون د خبري کنفرانس په ترڅ کې د امنیتي سکتورونو د نه سیاسي کیدو پر سر ټینګار وکړ. او د چارو د ښه سمون لپاره یې په دفاعي او امنیتي برخو کې د پرسونل د تغییر او تبدیل مسله یو اصل وباله.

وروسته د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وویل، چې دغه ستونزه د یوې غلط فهمۍ له وجې رامنځ ته شوې وه له نېکمرغه د ملي دفاع او کورنیو چارو د سرپرست وزیرانو او عطامحمد نور ترمنځ د مفصلو خبرو نه وروسته حل او فصل شوه. د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو هغه ګنګوسې هم درواغ وبللې، چې ګني د بلخ نوی امنیه قومندان سمونوال عبدالرقیب مبارز د بلخ ولایت یو شمیر پولیس له دندو ګوښه کوي. د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو وویل، چې د بلخ ولایت د پولیسو ټول منسوبین به د نوي امنیه قومندان په مشرۍ خپلو دندو ته دوام ورکوي.

د کنفرانس په پای کې د ملي دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو په بلخ ولایت کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ، چې د یاد ولایت په ځانګړې توګه د نوي کال( نوروز) د ملي په تړاو ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته