افغان هوایي ځواک، د افغانستان د دښمنانو د سترګو اغزی دی

s.mohmand
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳ - ۲۰:۲۷
افغان هوایي ځواک، د افغانستان د دښمنانو د سترګو اغزی دی

د هېواد د هوایي ځواک د جوړېدو ۹۸ مه کلیزه نن په کابل کې په یو لړ مراسمو کې ولمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد، د هوایي قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالفهیم رامین، د ملي دفاع وزارت، هوایي قول اردو او د ملي امنیت شورا جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو.

د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال اسدالله خالد له تروریزم سره په مبارزه او له افغانستان څخه په دفاع کې د هېواد د هوایي ځواکونو د نه ستړي کېدونکو هڅو او زیار څخه په قدردانۍ او مننې سره دغه ورځ یې د هېواد د هوایي ځواک لپاره مبارکي وویل او ټینګار يې وکړ چې د هېواد هوایي ځواک د افغانستان د دښمنانو د سترګو اغزی دی او دغه ځواکونه له خلکو د ساتنې او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو په لاره کې، شپه او ورځ هېڅ هڅې او زیار نه دریغوي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل: مونږ په یوه برخلیک ټاکونکي او حیاتي حالت کې یو چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا د افغانستان دښمنان په عامه افکارو کې په نفوذ سره او د تروریستي بریدونو په ترسره کولو غواړي چې د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو روحیه کمزورې کړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي، اما په دې باید پوه شي چې زمونږ مسوولیت له خاورې، ملي نوامیسو او د وروستیو دوو لسیزو د ارزښتونو په ځانګړي توګه د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د تشکیل ساتنه ده چې د زرګونه شهیدانو په وینو جوړ شوی دی او په هیڅ قیمت ورڅخه نه تېریږو.

د هوایي قول اردو قوماندان ډګر جنرال عبدالفهیم رامین د جګړې په ګرمو ډګرونو کې د هېواد د هوایي ځواکونو مېړانه او سرښيندنه د دوي د ریښتیني ژمنې نښه وبلله.

نوموړي وویل چې دغو ځواکونو د شپې او ورځې په هڅو سره وتوانیدل د جګړې معادله د افغان دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په ګټه بدله کړي.

د هوایي قول اردو قوماندان د افغانستان دښمنانو ته خبرداری ورکړ چې په هېڅ پټنځای کې به په امن کې نه اوسي او که چېرې د خلکو پر وړاندې له دښمنۍ څخه لاس په سر نشول، په چټکۍ سره به د هېواد د پیاوړي هوایي ځواک له لوري به له منځه یوړل شي.

د هېواد د هوايي ځواکونو ظرفیتونه د هرې ورځې په تېرېدو سره د پياوړتیا په حال کې دي او اوس مهال دغه ځواکونه کولای شي په مستقله توګه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې هوایي عملیات ترسره کړي، او د جګړې په ډګرونو کې افغان دفاعي او امنیتي ځمکنیو ځواکونو ته د اکمالاتو د رسېدو په برخه کې له هر بل وخته په چټکۍ او موقع سره عمل کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته