خبرپاڼې
د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه ۵۷۰ ځواکونو فارغ شول
نن د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ۵۷۰ تنه سرتيري له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت رژې په اجرا کولو سره د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۶۵۰ ځواکونو فارغ شول
نن د اسلامي امارت ۶۵۰ تنه دفاعي ځواکونه له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ د فراغت د رژې په اجرا کولو سره خپل جشن ترسره کړ.
د کونړ او نورستان ولایت څخه لسګونه میله وسلې، مهمات، تجهیزات او پوځي وسایط ټول شول
په ختیځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولینو په تیرو دوه میاشتو کې د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر با احساسه او عزتمندو اوسیدونکو لسګونه میله سپکه او درنه وسله، مهمات، وسایط او پوځي تجهیز
د ۲۱۵ العزم قول اردو څخه د ۷۰۰ تنو دفاعي ځواکونو فراغت
نن د اسلامي امارت ۷۰۰ دفاعي ځواکونه له مسلکي، نظامي او عقيدوي زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په لړ کې فارغ شول.
د هوایي ځواکونو یو بل پیلوټ هم له خارج څخه هېواد ته راستون شو
د هېواد هوايي ځواکونو يو تن بل پيلوټ، چې د تېر نظام له نسکورېدو وروسته یې هېواد پریښی وو، د هېواد پالنې او خلکو ته د خدمت کولو په موخه بیرته وطن ته راستون شو.
د ملي دفاع وزارت ۱۱۳ تنه مجاهدين د مخابرې کورس څخه فارغ شول
د اسلامي امارت د قطعاتو ۱۱۳ تنه منسوبين او مجاهدين د مخابرې فني او مسلکې زده کړې دوه مياشتنۍ دورې څخه فارغ شول، دوی وتوانېدل چې د خپل فراغت اسناد ترلاسه کړي.
د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب نوی قوماندان معرفي شو
د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لارښوونې سره سم، چارو د لا ښه سمون په موخه اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د جلب او جذب نوی قوماندان محترم طيب «عمر» ګمارلی دی.
د ملي پوځي اکاډمۍ په ملي دفاع پوهنتون کې ۱۲۰۰ تنو زده کړيالانو خپلې زده کړې پيل کړې
د ملي نظامي اکاډمۍ ملي دفاع پوهنتون نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطف الله حکيمي، د ياد وزارت د ښوونې روزنې او دوکتورينو قوماندان مولوي عبدالجبار صدیقي، د ملي دف
په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ۱۰ روسي ټانکونه ترمیم او فعال شول
د ۲۰۵ البدر قول اردو انجینرۍ ټیم، ۱۰ ټانکونه او یو "بي ام ۴۰" چي کلونه وړاندې ویجاړ او له فعالیته لوېدلي وو، بیا ځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل.