د لوی درستیز مرستيال د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ليدنه وکړه
د ملي اسلامي اردو لوی درستیز مرستيال حاجي مالي خان او ورسره مل پلاوي د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه.
حاجي مالي خان په دي سفر کی د یادې قول اردو له قوماندان الحاج ملا شراف الدين " تقي"، مجاهدينو او یو شمیر نورو مسؤلینو سره وکتل.
همدا راز یاد پلاوي د ۲۱۵ عزم قول اردو سرحدي لواء ته ولاړل او د دغه لواء له مسؤلينو او منسوبينو سره يې وليدل، د هغوی کړنې يې له نيږدي وارزولې او د دوی ستونزې او مشکلات یې واورېدل، او په پای کې يې دوی ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.