خبرپاڼې
د ۲۱۷ عمرِي قول اردو څخه ۶۰ تنه کومانډو ځواکونه فارغ شول
د ۲۱۷ عمري اردو له ښوونیز مرکز څخه ۶۰ تنه کومانډو ځواکونه له کومانډويي او عقیدتي زده کړو وروسته، نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې پوځي او ملکي مسوولینو په کې ګډون درلود، فارغ شول.
د شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د ارتوپیدي او د صدر بطن جراحي سیپټیک سرویس پرانسته
دغه جراحي سرویس، چې په یو وخت کې د ۳۰ ناروغانو د بستر کولو ظرفیت لري، په مډرنو طبي وسایلو سمبال او عصري عملیات خونه ده، چې د طبي علومو د اکاډمۍ قوماندان برید جنرال ډاکټر محمد اسماعیل «وردګ» او نومو
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ۲۰۵ البدر قول اردو د دریمې لوا مجاهدینو د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ اړوند یو تن، چې غوښتل یې په زیاته اندازه وسلې او مهمات پاکستان ته قاچاق کړي، نیولی او بهر ته یې د وسلو د قاچاق مخه نیولې
د ملي دفاع وزارت پلاوي په حيرتان بندر کې د ازبکستان له لوړ پوړي پلاوي سره وکتل
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په پوله کې د ناسم پوهاوي او ستونزو د مخنیوي په موخه د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو د قوماندانانو په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی او په حيرتان بندر کې يې سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال د دغه معینیت له منسوبینو سره د ګډې ناستې ترسره کول
د ملي دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ معینیت د کارونو د ارزونې او لا ښه والي په موخه د دغه معینیت مسوولینو او منسوبینو سره ګډه غونډه تر سره کړه.
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه ۷۵۰ تنه ځواکونه فارغ شول
نن د ملي دفاع وزارت ۷۵۰ تنه مجاهدين له مسلکي، پوځي پرمختللو او فکري زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول.
د هوايي ځواکونو انجنيرانو له لوري د يوې هندي«چيتل» ډوله چورلکې ترميم او الوتنه
د افغانستان اسلامي امارت دهوايي ځواکونو عمومي قوماندانۍ فني او تخنيکي ټيم، يوه هندي«چيتل» ډوله چورلکه د ۶ مياشتو هڅو او کوښښونو وروسته په معياري توګه ترميم او الوتنې ته چمتو کړه.
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه ۳۸۰ ځواکونه فارغ شول
نن د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ۳۸۰ تنه سرتيري له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه فارغ شول.
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۵۸۰ ځواکونو فارغ شول
تيره ورځ د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ۵۸۰ تنه سرتيري له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو له ښوونيز مرکز څخه د پکتيا ولايت د والي او امنيه قوم