خبرونه
د بالامرغاب ولسوالۍ څخه نوي ځای ته د ملي اردو د یوې پوځي پایګاه د لېږد په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
د ملي دفاع وزارت له پراخه ارزونو وروسته د باغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د «خالد» په نوم پایګاه له یادې سېمې څخه بلې سېمې ته ولیږدول شوه.
ننګرهار کې د ۳ برېدونو مخه ونیول شوه
ملي اردو ځواکونو د پوځي عملیاتو په دوام سره نن ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې د طالبانو ترهګریز بریدونو مخه ونیوله.
کندهار کې افغان ځواکونو ۱۱ طالبان ووژل
دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
په بغلان کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال او د ګمرک مسؤل د ۲ نورو ترهګرو سره ووژل شو
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ اړوند عملیات تر سره کړل.
کندهار کې ۳۳ طالبان ووژل شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت د میوند, ارغنداب, ډنډ او ارغستان ولسوالیو اړوند سېمو کې عملیات تر سره کړل.
کندهار کې افغان ځواکونو پر طالبانو هدفمند بریدونه وکړ
دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن د کندهار ولایت ارغنداب او میوند ولسوالیو کې پر طالبانو هدفمند عملیات ترسره کړل.
فاریاب کې ۷ ترهګر طالبان ووژل شول
تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو فاریاب ولایت خواجه سبز پوش ولسوالۍ "خانقا څلور لارې" شیرین تګاب مرکزي سیمه او پشتون کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې طالبان په نښه کړل.
په کاپیسا کې ۸ طالبان ووژل او ۱۲ ټپیان شول
تېره شپه کمانډو ځانګړو ځواکونو او ملي اردو کاپيسا ولایت نجراب ولسوالۍ "افغانیه" اړوند کلي کې طالبان باندې ګډ پوځي عملیات ترسره کړل.
ننګرهار کې ۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېرو ۲۴ ساعتونو کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ ننګرهار ولایت شېرزادو ولسوالۍ "طوطو" اړوند کلي کې ترهګر طالبان په نښه کړل.