کاپیسا کې د القاعده ۴ غړو په ګډون ۱۳ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د کومانډو او د هوایي قواوو په ملاتړ د ګډو چاڼیزو عملیاتو په دوام، سره نن د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اړوند په «افغانیه دره» کې عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې د القاعده ډلې اړوند ۴ پاکستاني ترهګرو په ګډون، ۱۳ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۱ تنه ټپیان شول.