هرات کې افغان ځواکونو ۱۸ طالبان ووژل
دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو په دوام سره نن هرات ولایت پشتون زرغون ولسوالۍ کې طالبانو باندې هدفمند عملیات ترسره کړل.
چې په پایله کې ۱۸ طالبان ووژل شول، همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات يې له منځه وړل شوي دي او دیادې ولسوالۍ پراخې سیمې د طالبانو له شتونه پاکې شوي دي.