۱۳۱ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۴ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
په دې عملیاتو کې د ۲ داعشیانو او د طالبانو د سرې قطعې ۲ تنو قوماندانو په ګډون ۱۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۵۰ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
پکتیکا-پکتیا – د شرنې- زرمت د لویې لارې په اوړدو کې چانیزو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې د یو تن مرستیال قوماندان په ګډون ۳۷ تنه ترهګر وژل شوي ، یو تن نیول شوی، ۵ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
کندهار- شاه ولیکوټ او نیش ولسوالیو کې د توپجي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي ُ ۴ تنه ټپیان او ۱۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې د هوایي برید او چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، ۸ موضع ګانې، ۲ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
غزنی- ګیلان او ده یک ولسوالیو او مرکز اړوند سیمو کې د دځوابي بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیاناو ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
بدخشان- کران او منجان ولسوالۍ د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
زابل - شاه جوی ولسوالی کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعي یو تن قوماندان عمران په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
بادغیس- مقر او قادس ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
ارزگان- چهارچینو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوی دی.
بلخ- چهاربولک، زارع، چمتال او نهر شاهی ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
فاریاب- ګرزیوان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
ننگرهار- پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي دي.