۷۸ تنه ترهګر ووژل شول!
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او را منځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۷ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۳ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۱۶ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۷۸ ترهګر وژل شوي او ۳۵ تنه ټپیان شوي دي.
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د کندهار، ارزګان، فاریاب، بادغیس، کندز، غزني، لوګر، هلمند، ننګرهار، پکتیکا، کندهار، زابل، سرپل او غور په ولایتونو کې د قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
کندهار- د شورابک ولسوالۍ اړوند د کاریز او پنج پای سیمو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزګان- د مرکز ترینکوټ اړوند یکلنه سیمه کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپيان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
فاریاب - ګرزیوان، دولت آباد او اندخوی ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو، هوایي بریدونو او توبچي ډزو په ترڅ کې ۱۶ ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
بادغیس- د آبکمري ولسوالۍ په کنده سوخته او ژاله ګک کنداب سیمو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
کندز – امام صاحب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
غزني - ګیرو ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د ریپیتر یوه دستګاه او د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.
لوګر – برکي برک ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.