91 تنه ترهګر ووژل شول!

s.mohmand

کابل- افغانستان: د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو په موخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ګډ پلان شوي تعروضي او چانيز عملیات، ۹۹ ځانګړې کوماندیي دندې او ۲۶هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، افغان هوايي ځواکون د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۴ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۹۱تنه ترهګر طالب وژل شوي او ۴۱ تنه نور تپیان شوي دي.

دا عملیات د تخار، کندهار،فاریاب، زابل، ننګرهار، بغلان، ارزگان، فراه، کندز  پکتیا، هرات، غزني ، کاپیسا، هلمند، بلخ، سرپل  او لوګر په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي ملاتړ تر سره شوي، چې په پایله کې:

تخار-  بهارک ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپيان دي.

کندهار- معروف ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۸ ترهګر وژل شوي دي.

فاریاب-  بلچراغ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

زابل- مرکزي سیمو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر وژل شوي، دوه موټر سایلکونه او یوه د بي ام یو دستګاه له منځه وړل شوې ده.

ننګرهار- مهمنددره ولسوالۍ کې د متقابله ډزو په پایله کې ۷ ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.

بغلان-  تاله او برفک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۶ ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او د دښمن دوه  موضع ګانې تخریب شوي دي.

ارزګان-   مرکز اړوند سیمو کې د متقابله ډزو په پایله کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان دي.

فراه- د مرکز اړوند ګرم آب سیمه کې د هوايي برید په پایله کې ۳ ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټن ځای له منځه وړل شوی دی.

کندز- چهادره ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ، د القاعدې د جلب او جذب د مسولینو قاري مصطفی او قاري محی الدین  په ګډون  ۴ ترهګر وژل شوي دي.

پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د متقابله ډزو په پایله کې ۲ ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یوه اندازه وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

هرات-  شینډنډ ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې  یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی دی.

غزني- ګیلان ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.