د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر سره وکتل
د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې مېشت د پاکستان سفیر عبیدالرحمن "نظاماني" سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه ياد کړل او زیاته یې کړه:« ياد دوه هېوادونه ډير ګډ مشترکات لري چي همدا ګډې او دوامداره اړیکې د دې لامل شوي چې اسلامي امارت د ګاونډیتوب د حس او متقابل احترام پر بنسټ د اقتصادي، تجارتي او نورو ګډو موضوعاتو په برخو کې همکاري سره ولري».
په مقابل کې د پاکستان سفیر هم پر ګډو همکاریو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.