د وسله وال پوځ لوی درستیر د شهید سردار محمد داود خان روغتون د ادارې په علمي سیمینار کې ګډون وکړ 

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۲۲:۴۳
د وسله وال پوځ لوی درستیر د شهید سردار محمد داود خان روغتون د ادارې په علمي سیمینار کې ګډون وکړ 

دغه سمينار چې د ادارې علمي سیمینار(Teaching hospital management) تر عنوان لاندې د وزیر محمد اکبر خان صالون کې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په مشری چې يو شمېر مسؤلينو پکې ګډون کړی وو پيل شو. 

په سر کې د طبي علومو اکاډمۍ مسولينو د مختلفو بخشونو د لاسته راوړنو په اړه راغلو مسولينو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې زمونږ کاري پرسونل د سیمې د هیوادونو په کچه ګڼ شمېر مغلق او پیچلي عملیاتونه ترسره کړي او همدارنګه د نظامي طب پوهنځۍ علمي ښوونیز پروګرامونه وړاندې کړي او د ياد روغتون ټولې څانګې مو په معياري ډول برابرې کړي. 

ورپسې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د خپلې وینا پر مهال وویل چې لله الحمد په ټول  هېواد اسلامي نظام حاکم دی، اشغال پای ته رسیدلی دی، د خپل هېواد د خلګو د هوساینې لپاره مو خپل دیني او ملي مسئولیت ادا کړی او د روغتیایي خدمتونو د اجراء او لاسته راوړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره يي وویل چې دلته د مسئولیت احساس شوی دی. 

دغه راز د وسله پوځ لوی درستیز او مل پلاوي له لوري په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قومندان یې ملتیا کوله د اکسیجن د هوا د رسولو مرکز او د وزیر محمد اکبر خان صالون پرانیسته وکړه، او د العمر مصنوعي غړو د جوړولو مرکز له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه. 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۲۲:۴۳
Background image

د وسله وال پوځ لوی درستیر د شهید سردار محمد داود خان روغتون د ادارې په علمي سیمینار کې ګډون وکړ 

دغه سمينار چې د ادارې علمي سیمینار(Teaching hospital management) تر عنوان لاندې د وزیر محمد اکبر خان صالون کې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په مشری چې يو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۷:۲۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ د منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ښوونیز مرکز څخه څه باندې ۸۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنيو بیلابیلو مسلکي زده کړو څخه نن د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۷:۲۳
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ایرو ګډو زده کړو قوماندانۍ په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د حضرت عبدالله بن مسعود د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۲۲۵ تنه ځوان منسوبین د عسکرانو ښوونځۍ د اتمې دورې له پوځي بنسټیزو درې میاشتنیو نظري او. . .

بېرته خبرونه ته