د وسله وال پوځ لوی درستیر د شهید سردار محمد داود خان روغتون د ادارې په علمي سیمینار کې ګډون وکړ
دغه سمينار چې د ادارې علمي سیمینار(Teaching hospital management) تر عنوان لاندې د وزیر محمد اکبر خان صالون کې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت په مشری چې يو شمېر مسؤلينو پکې ګډون کړی وو پيل شو.
په سر کې د طبي علومو اکاډمۍ مسولينو د مختلفو بخشونو د لاسته راوړنو په اړه راغلو مسولينو ته مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې زمونږ کاري پرسونل د سیمې د هیوادونو په کچه ګڼ شمېر مغلق او پیچلي عملیاتونه ترسره کړي او همدارنګه د نظامي طب پوهنځۍ علمي ښوونیز پروګرامونه وړاندې کړي او د ياد روغتون ټولې څانګې مو په معياري ډول برابرې کړي.
ورپسې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د خپلې وینا پر مهال وویل چې لله الحمد په ټول هېواد اسلامي نظام حاکم دی، اشغال پای ته رسیدلی دی، د خپل هېواد د خلګو د هوساینې لپاره مو خپل دیني او ملي مسئولیت ادا کړی او د روغتیایي خدمتونو د اجراء او لاسته راوړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره يي وویل چې دلته د مسئولیت احساس شوی دی.
دغه راز د وسله پوځ لوی درستیز او مل پلاوي له لوري په داسې حال کې چې د روغتیایي چارو قومندان یې ملتیا کوله د اکسیجن د هوا د رسولو مرکز او د وزیر محمد اکبر خان صالون پرانیسته وکړه، او د العمر مصنوعي غړو د جوړولو مرکز له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.