د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۸:۴۷
د وسلوال پوځ لوی درستيز د شهيد سردار محمد داود خان روغتون کې د ټپیانو او ناروغانو څخه لیدنه وکړه

د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستيز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" په داسې حال کې چې ورسره د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو او ډاکټرانو هم ملتيا کوله، د کندهار ولايت د وروستۍ پېښې له ټپیانو او نورو ناروغانو سره د شهيد سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې وکتل.

د وسلوال پوځ لوی درستیز د پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله وکړه؛ او د عامې روغتیا له مسؤلينو او ډاکټرانو څخه یې وغوښتل؛ چې د دوی روغتیایې ستونزو په هواري کې له هیڅ ډول هڅې  ډډه ونه کړي.

همدا راز د ملي دفاع وزارت د استخباراتو معاونیت مرستیال ملا حیات الله اخند ( حاجی ماما ) هم د یادو ټپیانو عیادت وکړ، په پای کې یادو مسؤلینو له ټپیانو سره نغدي مرسته هم وکړه.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۲۱:۱۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د چین له سفیر سره په کابل کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب"مجاهد" د چین له سفیر جاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې، تجارتي او اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۲۱:۳۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست په کابل کې د آذربایجان له سفیر سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د آذربایجان هیواد د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي الهام "محمدوف" سره  پخپل کاري په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

بېرته خبرونه ته