د ملی دفاع سرپرست وزیر د غزنی له والي او ملي شورا استازو سره وکتل
دملي دفاع سرپرست وزیر د غزني ولایت له والي او په ملي شورا کې دغزني ولایت له استازو سره نن له غرمي وروسته وکتل.
په دي کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزیر د ویډیو کنفرانس له لاري په غزني ولایت کې د امنیتې او دفاعي ځواکونو سره خبري وکړي او د غزني ولایت امنیتې وضعیت ارزونه یې وکړه.
د ملي دفاع سرپرست وزیر د غزني والي او وکیلانو ته ډاډ ورکړ چې د یاد ولایت د امنیت لپاره به د ملي دفاع وزارت ټول امکانات په لاره واچوي.
په اخر کې د غزني ولایت وکیلانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.