د شهید سردار محمد داوود خان روغتون متخصصینو په بریالیتوب سره د " لومبر برخې نخاعي تومور" ډوله عملیات ترسره کړل

web_admin

د شهید سردار محمد داوود خان روغتون د عصبي جراحي څانګې ډاکټرانو او متخصصینو د ډګروال رنځورمل محمد حسن "صاحبي" تر څارنې لاندې د(L4-L5) "Intradarol Extramedallory Tumor type memingioma" عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل.

هغه ناروغ چې د دواړو پښو (سفلیٰ برخې ) درد یې لرلو؛د تجربه لرونکو ډاکټرانو لخوا د تومور په لرې کولو سره یې اوس روغتیایی حالت د قناعت وړ او مخ په ښه کیدو دی.

د شهید سردار محمد داوود خان څلورسوه بستریز روغتون د خپلو مسلکي او متخصصو ډاکترانو، عصري طبي وسایلو او ماشینونو په درلودلو سره د ملي اسلامي اردو د منسوبینو پیچلي عملیات په منظم او دایمي ډول ترسره کوي.