د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۴ تنه د عامه چارو آمرین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځي  څخه د سیمه ایزو قول اردوګانو، قطعاتو او جزوتامونو ۱۴ تنه د عامه چارو آمرین د مسلکي وړتیاوو لوړولو له منځمهاله زده کړو څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند الحاج مولوي فقیر محمد "درويش"، د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو عمومي مدیر مولوي محمد آقا "مسلم"،د عمومي خدمتونو ښوونځي قوماندان مولوي هدایت الله "مزمل" او ګڼ شمېر مسؤلینو او مجاهدینو ګډون درلود. 

مسؤلینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هر اړخیزې ویناوې وکړې او خپلو مسؤلیتونو ته یې متوجې کړل او زیاته یې کړه چې تاسو د خپل اړوند جزوتام استازي یاست، خپل مسؤلیت په ښه توګه سرته ورسوئ؛ په پای کې غونډه فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.