د ملي دفاع وزارت رتبوو د تثبيت کميسيون د يو ورځني سيمينار په ترڅ کې رسمآ په کار پيل وکړ

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت رتبو د تثبيت کميسيون هغه مجاهدینو ته، چې د ملي اردو په ليکو کې نوم ليکنه کړېده؛ د چارو د لا ښه سمون او روڼتيا پر بنسټ  مسوولينو او منسوبينو د يو ورځنی سيمينار په تر سره کولو سره رسمآ په کار پيل وکړ.

دغه کميسيون په داسې حال کې په رسمي توګه خپل کار پيل کړ، چې په اسلامي اردو کې د مجاهدینو نوم ليکنه پای ته رسېدلې وه او اوس د مجاهدينو د رتبو د تثبيت پړاو پيل شو.

بايد يادونه وشي، چې رتبو د تثبيت کميسيون ۱۴ غړي لري او د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل معين له لوري رهبري کیږي.