د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه ۵۷۰ ځواکونو فارغ شول

s.mohmand

نن د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ۵۷۰ تنه سرتيري له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د فراغت رژې په اجرا کولو سره د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونيز مرکز څخه فارغ شول.

د غو سرتيرو د پوځي تکتيکي نمايشاتو په ښودلو سره ډاډ ورکړ، چې دوی به د تجاربو او مهارتونو څخه د اسلامي نظام د دفاع په لار کې د خلکو د ځان، مال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا نه په ريښتينولۍ سره ساتنه کوي.